د افغانستان د پروژو لپاره د پانګونې سیمه ییزه غونډه کېږي

سې شنبه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۸

ترکمنستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي خان ولي خان بشرمل د ولسمشرۍ د پانګونې اسانولو څانګې مشر ښاغلي عطا نصیب سره د ویډیو له لارې ولیدل او د افغانستان لپاره د پانګونې پر سیمه ییزه ناسته ور سره وغږېد.

دې ویډیويي لیدنه کې دواړو لورو مختلفو برخو کې د افغانستان د پروژو لپاره د بهرنۍ پانګونې د جذبولو  پر اهمیت خبره وکړې او ژمنه وشوه چې عشق اباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت تخنیکي ډلې او د پانګونې اسانولو څانګه د غونډې جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان لپاره د پانګونې سیمه ییزې ناسې جوړېدو سره ټاکلې ده د افغانستان مختلفو برخو کې پروژې له بهرنیو کمپنیو سره شریکې او د دوی د پانګونې جذبولو لپاره زمینه برابره شي.