هرات کې د توتۍ(ځمکني توت) کښت زیاتېدل

د هرات ولایت د کرنې، اوبخور او مالدارۍ ریاست وايي، د اوبو او هوا د برابروالي او د کروندگرو د لېوالتیا له امله دغه ولایت کې د توتۍ(ځمکني توتان) کښت زیات شوی او د کښت سیمه یې تر سل هکتارو ډېره شوې ده.

د هرات د کرنې ریاست سرپرست بشیر احمد احمدي وايي، د کر سیمې زیاتېدو سره اټکل دی چې دغه ولایت کې د توتۍ حاصلات سږ کال تر ۱۵۰ متریک ټنو ډېر شي.

احمدي وايي، توتۍ پرانیستي چاپېریال او کرپټو(ګلخانو) کې کرل کېږي او د دې محصول ګټو ته په پام ډېری کرونګر یې په کرپټو کې کري.

هرات د مناسبې اوبو هوا لرلو سره د افغانستان په کچه د توتۍ ترټولو سترې کروندې یا فارمونه لري.

دا مهال هرات کې یوه کیلو توتۍ د ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانیو بیه لري.

هرات کې د «شین پالېز» توتۍکروندې مسوول رضا دهقان وايي: «کال په کال زموږ تولیدات ډېرېږي او په دې سبب مې د دې محصول د کښت سطحې زیاتولو ته لېوالتیا زیاته شوې. »

رضا دهقان شل هکتاره ځمکه کې په کرپټو او پرانیستي چاپېریال کې توتۍ کرلې دي او د ۳۰ کرونګرو لپاره یې کار برابر کړی چې ډېری یې ښځې دي.

ښاغلی دهقان د افغانستان په کچه د توتۍ یوه تر ټولو ستره کرونده لري او د هرات ۳۷ سلنه توتۍ له دې کروندې ترلاسه کېږي.

ښاغلی دهقان وايي، محصول یې پر هرات سربېره نیمروز، غزني، فراه، کندهار او بادغېس کې هم پلورل کېږي او دغو ولایتونو کې د توتۍ کښت ته لېوالتیا زیاته شوې ده.

د هرات د توتۍ ډېری کروندو کې مېرمنې کار کوي.

مریم د انجیل ولسوالۍ د توتۍ یوه کرونده کې کار کوي او وايي: «موږ مېرمنې دې کرپټې(ګلخانه) کې محصول ټولوو او بسته بنديي کوو. دې کار سره زموږ د ژوند حالت بهتر شوی دی. »

بله کرونګره زرغونه وايي: «توتۍ ډېر عایدی کښت دی. ما پر کار سبېره د دې محصول کرل او پالل هم زده کړل او نیت لرم چې د مالي حالت ښه کېدو سره ځان ته د توتۍ کرونده جوړه کړم. »

توتۍ د سي ویټامین ښه سرچینه او ارزښتناکه مېوه ده چې له څو کلونو راهیسې هرات کې کرل کېږي او د کروندې سیمه یې ډېره شوې ده.