Presidents of Afghanistan and Turkmenistan Spoke by Phone

President Ashraf Ghani and President Gurbanguly Berdimuhamedov of Turkmenistan in a phone conversation this afternoon discussed a range of issues pertaining to strengthening bilateral relations, mutual cooperation, and regional projects.

President Gurbanguly Berdimuhamedov extended congratulations to President Ashraf Ghani on a successful 2020 Afghanistan Conference and reiterated his country’s commitment to cooperate with Afghanistan.

The two sides also talked over the progresses made in the regional projects such as TAPI and TAP as well as extension of fiber optics network and agreed on trilateral and quadrilateral mechanisms to ensure implementation of these projects.

The Afghan and Turkmen presidents discussed transmission of power from Turkmenistan to Afghanistan and agreed that Da Afghanistan Breshna Sherkat would enter into negotiations with the Turkmen side to finalize the details allowing the process to move forward.

President Gurbanguly Berdimuhamedov said Turkmenistan has funded the construction of a mosque in Aqina that will be inaugurated in the coming days. President Ashraf Ghani said that Minister of Haj and Religious Affairs will represent Afghanistan in the inauguration ceremony.

Source: president.gov.af

 

 



د افغانستان او ترکمنستان جمهور رئیسانو ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف نن ماسپښین ټلیفوني خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د دوستانه او نېکو اړیکو په هکله خبرې وکړې.

د ترکمنستان جمهوررئیس، جمهوررئیس غني ته د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، هیواد یې له افغانستان سره دوامداره مرستو او همکاریو ته ژمن دی.

د دواړو هیوادونو جمهور رئیسانو د ترسره شویو کارونو، ټاپې او ټاپ پروژو او نوري فایبر شبکې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې او د دغو پروژو د بشپړولو په خاطر یې پر درې اړخیزه او څلور اړخیزو میکانیزمونو هوکړه وکړه.

همدا راز د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو، افغانستان ته پر وارداتي برېښنا د خبرو پر مهال هوکړه وکړه چې د افغانستان برېښنا شرکت دې د ترکمنستان لوري سره خبرې وکړي، ترڅو افغانستان ته د وارداتي برېښنا مشخصات او جزئیات نهايي کړي.

په دغه ټلیفوني تماس کې د ترکمنستان جمهوررئیس وویل، د دغه هیواد په مرسته په اقینې بندر کې جوړ شوی جامع جومات به چې د ۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري، په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر به د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.

خبري سرچینه: president.gov.af

 



سران افغانستان و ترکمنستان، صحبت تیلفونی کردند

محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان و قربان قلی بردی محمدوف رئیس جمهور ترکمنستان بعد از ظهر امروز صحبت تیلفونی نمودند.

در این مکالمۀ تیلفونی، هر دو جانب در مورد روابط دوستانه و نیک میان دو کشور صحبت کردند و رئیس جمهور ترکمنستان برگزاری موفقانۀ کنفرانس جینوا را به رئیس جمهور غنی تبریک گفت و افزود که کشورش در راستای کمک و همکاری دوامدار با افغانستان، متعهد است.

روسای جمهور دو کشور در خصوص کارهای انجام شده و پروژه های تاپی و تاپ و تمدید شبکه فایبر نوری نیز صحبت کردند و بخاطر تکمیل کردن این پروژه ها، روی میکانیزم های سه جانبه و چهارجانبه به توافق رسیدند.

سران دو کشور همچنان در خصوص واردات برق به افغانستان صحبت کردند و در این زمینه توافق شد که شرکت برشنا با جانب ترکمنستان، وارد گفتگو شود تا مشخصات و جزئیات واردات برق را به افغانستان، نهایی سازند.

در این تماس تیلفونی، رئیس جمهور ترکمنستان گفت که به کمک این کشور یک مسجد جامع در بندر آقینه که گنجایش ۵۰۰ نمازگزار را دارد، اعمار گردیده که در روزهای آینده افتتاح می گردد.

رئیس جمهور غنی در این خصوص گفت که وزیر ارشاد، حج و اوقاف افغانستان در مراسم افتتاح مسجد مذکور، اشتراک خواهد کرد.

منبع: president.gov.af